CRI Online

د پاکستان پوځ د دېرشو تنو ترهګرو د وژلو امر ور کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 15:24:30

سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دې هېواد د ځمکني پوځ لوی درستيز قمر جاود بجوا د دېرشو تنو ترهګرو د وژلو امر ور کړ.

په دې اعلاميه کې راغلي چې دغه ترهګر په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د بريد،د ملکيانو او قانون اجراورکوونکو د تښتولو او وژلو او په سوات کې پر يوه هوايي ډګر له بريد سره د تړاو په تور نيول شوي دي.

د ٢٠١٤ کال د دسمبر په ١٦مه نېټه  يوې ډلې وسله والو چې پوځي دريشۍ يې اغوستې وې، په پېښور کې پر ياد ښوونځي بريد وکړ چې له امله يې يو سلو پنځوس تنه وژل شوي وو. پاکستاني طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيسته وه. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای