CRI Online

نړيوال پولی صندوق :نړيوال پولی حالت لږ څه ښه شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 15:27:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې نړيوال پولي صندوق د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه وويل چې د تېر کال له اکتوبر راهيسې د نړيوالو پولي چارو د ثبات حالت ښه شوی ،خو په نړيوالو سياسي چارو او تګلارو کې غيرې عوامل زيات شوي چې له  امله يې د پولي ثبات پر وړاندې نوی ګواښونه رامنځته شوي دي.

ياد صندوق په همدې ورځ د نړيوال پولي ثبات په هکله راپور کې ويلي چې که امريکا د مالياتو او څارنې د اصلاحاتو په برخه کې اټکلي نتيجه تر لاسه نه شي، نو بازاري تزلزل به زيات شي او پولي ثبات ته به زيانونه ورسيږي.

نړيوال پولي صندوق له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په اوږده موده کې د اقتصاد د قوي پرمختګ لپاره  تګلارې تنظيم کړي او د سوداګرۍ ساتنې تګلارې د پلي کولو مخنيوی وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای