د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تېلرسن د اپريل په شلمه نېټه وويل، چې د امريکا حکومت دا په نظر کې نيسي چې شمالي کوريا د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په لست کې بېرته شامله کړي او که نه.
نوموړي په همدې ورځ په واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې د ټرمپ حکومت د شمالي کوريا د اټومي پلان د مخنيوي لارو په څېړلو بوخت دی او په دې لارو کې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په لست کې د شمالي کوريا بېرته شاملول شامل دي.
د امريکا د استازو جرګې د روانې مياشتې په ۳ مه نېټه د رايو په اکثريت يو فرمان تصويب کړی او له بهرنيو چارو وزارت څخه يې غوښتنه کړې چې شمالي کوريا د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په لست کې بېرته شامله کړي. که د مشرانو جرګه دغه فرمان تصويب کړي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې لاسليک کړي، نو د بهرنيو چارو وزارت به په راتلونکو ۹۰ ورځو کې په دې هکله وروستۍ پريکړه وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |