CRI Online

‌ډونالډ ټرمپ : هيله من يم چې کين جونګ ين هم سوله وغواړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 17:27:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې ويلي چې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د سختو اړيکو د ارامولو کليدي وجه پر سولې د شمالي کوريا د مشرتابه ټينګار دي. امريکا سوله غواړي، هيله من يم چې کين جونګ ين هم سوله غواړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لونګ کانګ د اپريل په شلمه نېټه وويل، چې د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې ښکيلې غاړې شخړه او جکړه نه غواړي،د نړيوالې ټولنې اکثريت غړي هم سوله غواړي، چين هيله لري چې ټولې اړوندې خواوې پدې برخه کې واقعي هڅې وکړي. نوموړي پردې ټينګار وکړ چې د خبرو اترو په شمول د سوله ييزو لارو له لارې د کوريا له ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو پاکول او د دغې ټاپو وزمې د سولې او ثبات ساتل د مسئلې د حل يوازنۍ اغېزمنه لاره ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای