CRI Online

د دا فا په نوم د ويالې راتلونکی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 17:52:07

د چين په لوېديځ د ګوی جو ولايت د ځون ايي سيمې په غرونو کې د دا فا په نوم وياله ډېره مشوره ده. له شلو کلونو راهيسې، په لوړو او سختو غرينو کړنګونو کې جوړه شوې دغه وياله چې اوږدالی يې لس زرو مترو ته رسيږي او د جوړېدو وخت يې ۳۶ کاله و، وچو ځمکو ته يې اوبو رسولې او د دې ويالې پر غاړه اوسېدونکو وګړيو هم ترې ګټې اخيستې دي.

هره ورځ د ځون ايي ښار د بو چو سيمې د توان جيې کلي د اوسيدونکي تانګ عن جو لپاره تر ټولو خوشحالي کار کورنيو غوايانو ته پاملرنه کول دی.

((زما په کار کې څه دپاسه لسو غوايانو روزل دي چې ګام په ګام به يې تعداد ډېر شي او غوجل به جوړ شي.))

اوس هر کال د غوايي ساتنه تانګ عن جو ته کابو اويا اتيا زره يوانه ګټه رسوي. خو شل کاله مخکې،د ده کورني عايدات له درې زرو يوانو نه کم وو، د عايداتو د زياتوالي عمده لامل يې اوبه دي. ده وويل

(( مخکې مو لږ غوايي روزل، څرنګه چې اوبه نه وې. د دا فا ويالې تر بشپړېدو وروسته اوس خلک او غوايانو څښاک اوبه لري. ))

دغه اوبه له لسو کيلومترو لري غرونو څخه ځي چې په لوړو او سختو غرنيو کړنګونو کې د ويالې له لارې توان جيې کلي ته رسول شوې. دغې ويالې نه يوازې کليوالو اوسيدونکو ته اوبه ورکړې، بلکې دوي ته يې د برخليک د بدلون هيله هم ورکړې ده. د دې ويالې لارښوونکي جوړونکي هوانګ دا فا له ۲۳کاله څخه تر ۵۹ کاله پورې د دې ويالې د جوړولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه ترسره کړي دي. ويل کيږي چې هغه په خپل تر ټولو ښه عمر کې د دې ويالې په جوړونه لګيا و، نو دغه وياله د ده په نوم ونومول شوه . هوانګ دا فا وويل، د دې ويالې د جوړولو اصلي موخه دا ده چې ځايي اوسيدونکي وريجې تر لاسه او وخوړلی شي.

((مخکې د اوبو د کمښت له امله، زموږ د دوو کليو ۱۶ هکتاره کرهڼيزه خاوره کې يوازی دېرش کيلوګرام وريجي حاصلات تر لاسه کېدل، د اوبو تر رسېدو وروسته زموږ پر ټولو ځمکو اوبه لګېدلی شي. ))

د اوبو تر راتګ وروسته د توان جيې کلي مسئول هوانګ دا فا د ځايي اوسيدونکو په مشری د وريجې کرنې پراخوالی پنځوس هکتارو ته رسيدلی او کلنۍ توليدي اندازه يې له دېرش زرو کيلوګرامو څخه څلور لکو کيلوګرامو ته زياته شوې. دغه راز اوس ټول کليوال وريجی خوړلي شي.

اوبو هم کليوالو ته نوې هيله ورکړې. کليوالو د اوبو په کارولو سره د ګټورې غلې دانې کرې او د حيواناتو روزل يې پيل کړي. اوس په توان جيې کلي کې هره کورنی د حيواناتو روزي. په دې وروستيو کلونو کې په توان جيې کلي کې د يو ځه په نوم يو ډول ميوې د کرنو لپاره څه دپاسه ۴۰ هکتاره ځمکې بېلې کړې، بزګر شو ګوه شو د صفر اعشاريه اته هکتارو په پراخوالی ځمکې کرايه کړې، ځکه چې د ده په اند، د يو ځه کرل يوه ښه انتخاب دی. ده وويل

(( مخکې مې د فروت د کرلو او يا د پسونو او غوايانو د روزلو دغسې نظر نه درلود، څرنګه چې اوبه موجودې نه وې. اوس زموږ په کلي کې د څلويښتو هکتارو په پراخوالی کرهڼيزې ځمکې شته، د نيالګيو اخيستلو لګښت د ځايي حکومت پر غاړه اخيستی او د ادارې په برخه کې حکومت هم له موږ سره مرستې کوي. ))

د اوبو او د ځايي حکومت د امتيازي تګلارو تر دوه ګونې ضمانت لاندې، اټکل کېږي چې د شو ګوه شو کلني عايدات يو لک يوانه وي.

اوس د دا فا ويالې شهرت ډېر پراخ شوی او زيات کسان غواړي دغه د حيرانتيا وړ ځای پخپله وګوري، نو توان جيې کلی کليوال په دغه کلي کې د سيلانيزو چارو د پرانيستلو لپاره په کوښښونو بوخت دي. دا فا وياله په نوې زمانه کې نوې لاره هواره کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای