د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اپريل په ۲۰ مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د چين او ايران تصديو په بېجينګ کې د اراک درندو اوبو رياکتور د تعميم په اړه غير رسمي قرارداد لاسليک کړې او د روانې مياشتې په ۲۳ مه نېټه به په ويانا کې په دې هکله رسمي تړون لاسليک کړي.
د اراک درندو اوبو رياکتور د ايران د اټومي مسئلې په اړه د جامع تړون مهمه برخه ده، اړوندو شپږو هېوادونو په دې هکله کاري ډله جوړه کړې، چين او امريکا په ګډه سره د دغې ډلې مشري کوي او له ايران سره په همکارۍ دغه پروژه ترسره کوي.لو کانګ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې په دې اړه وويل چې د دغه غير رسمي قرارداد به د پروژې د ترسره کولو لپاره ښه زمينه برابره کړي، چين به د جامع تړون او د بېلابېلو غاړو د ګډو موافقو له مخې اړوند وروستي کارونه په ښه توګه ترسره کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |