CRI Online

د تيان جو لومړی نمبر په نوم د چين لومړی مال وړونکې فضايي بېړۍ وتوغول شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 20:32:14

د اپريل په ۲۰ مې نېټې د شپې په ۷ بجو او ۴۱ دقيقو فضا ته د چين د " تيان جو لومړی نمبر" مال وړونکي فضايي بېړۍ توغونه د " چانګ جنګ اوم نمبر" ليږدونکي راکټ له لارې د چين په وين چانګ کې د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې پيل شوه او له کابو ۵۹۶ ثانيو وروسته " تيان جو لومړی نمبر " فضايي بېړۍ له راکټ څخه جلا شوې او بيا ټاکلي مدار ته ننوتلې ده، چې په دې توګه د دغې فضايي بېړۍ توغونه بريالۍ شوه.

دا د تيان جو مال وړونکي بېړۍ او چانګ جنګ اوم نمبر ليږدونکي راکټ لخوا د جوړ شوي مال ليږدونکي فضايي سيستم لومړۍ ازموينه ده.

دغه فضايي بېړۍ به مدار ته له ننوتلو وروسته د ټاکلي پلان له مخې له تيان ګونګ دوهم نمبر فضايي لابراتور سره درې ځلې اټوماتيک پيوند شي او يو شمېر نورې فضايي تخنيکې ازموينې به ترسره کړي. د دغو ازموينو په موده کې به تيان جو لومړی نمبر فضايي بېړۍ له تيان ګونګ دوهم نمبر لابراتور سره يوځای په مدار کې د دوو مياشتو لپاره الوتنه وکړي او ورپسې به تيان جو لومړی نمبر فضايي بېړۍ په يوازنۍ ډول د نورو دريو مياشتو لپاره الوتنه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای