CRI Online

افغانستان به په راتلونکو څو ورځو کې د مور په نوم د زورور بم په اړه د پلټنې نتيجه خبره کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 08:56:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي د اپرېل په ۲۰مه نېټه وويل چې په دې وروستيو ورځو کې امريکايي ځواکونو د مور په نوم د زورور بم له لارې د داعش ډلې پر يوې اډې بريد وکړ.اوس دغه اډه د افغان امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د پلټنې نتيجه به په راتلونکو څو ورځو کې خپره شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل،له دې امله چې د پېښې په ځای کې د سړکونو حالت پيچلی دی او زيات شمېر ماينونه تر ځمکو لاندې دي،نو يوازې ځانګړو تخنيکي کارکوونکو ته د کليدي سيمو د ننوتلو اجازه ورکولای شو.

د افغانستان ټايمز ورځپاڼې د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې که څه هم امريکايي ځواکونو پر داعش يو لوی بم غورځولی،خو د بريد په اړه د پلټنې کارونه لاهم روان دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای