د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د اپرېل په ۲۰مه نېټه د چين د فلمونو او تلويزيوني پروګرامونو د خپرولو په اړه د لاسليکولو او پيل مراسم د المغرب په کاسابلانکا ښار کې تر سره شول.
د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان او د المغرب د ۲ اېم تلويزيوني ستيشن مشر ساليم الشيخ د دواړو خواوو په استازيتوب د فلمي او تلويزيوني پروګرامونو د خپرولو په اړه همکاريز موافقه ليک لاسليک کړ.له دې موافقه ليک سره سم د چين نړيوالې راډيو له خوا ژباړل شوي د عربي او فرانسوي ژبو ۴ تلويزيوني پروګرامونه به د المغرب په ۲ اېم تلويزيون باندې خپرېږي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي،د مرکزي سکرتريت منشي او د تبليغاتي چارو وزير ليو چي باو او د المغرب د کولتور او مطبوعاتو وزارت منشي محمد غزالي د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون درلود.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |