CRI Online

د م م امنيت شورا:شمالي کوريا دې د توغدي له توغولو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 09:33:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م امنيت شورا د اپرېل په ۲۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په وروستيو ورځو کې د شمالي کوريا د توغدي د توغولو غندنه وکړه او له شمالي کوريا څخه يې غوښتنه وکړه چې د توغدي له توغولو څخه لاس واخلي.

امنيت شورا پر دې ټينګار وکړ چې د ذروي وسلو د پاکولو په اړه د شمالي کوريا ژمنه ستر اهميت لري چې د کوريا د ټاپووزمې د ترينګلي حالاتو د ارامتيا لپاره ستر رول لري.په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د کوريا د ټاپووزمې او شمال ختيځې اسيا د سولې او ثبات ساتنه ډېره مهمه ده،امنيت شورا به له سوله ييزې ، ډيپلوماتيکې او سياسي لارې د مسئلو د حلولو لايحې د تر لاسه کېدو لپاره کوښښ وکړي،هرکلی کوي چې د امنيت شورا غړي هېوادونه او نور هېوادونه د خبرو اترو له لارې سوله ييزه او هراړخيزه لايحه جوړه کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای