د مصر ولسمشرې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ماتيس د مصر له ولسمشر السيسي سره د کتنې په وخت کې وويل چې امريکا د ترهګرۍ پر ضد د مصر حکومت د تدبيرونو ملاتړ کوي او غواړي په بېلا بېلو برخو کې له مصر سره همکاري پياوړې کړي ترڅو د منځني ختيځ او ګردې نړۍ په وړاندې له ننګونو سره مقابله وشي.
ماتيس د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه له سعودي عربستان څخه ليدنه وکړه او تر مصر وروسته به اسرائيلو،قطر او جيبوتي ته سفرونه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |