CRI Online

د يونان ولسمشر:د يوه کمربند او يوې لارې په اړه سرمشريز فورم ستر اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 10:04:31

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د يونان ولسمشر پروکوپيس پاولوپولوس د اپرېل په ۲۰مه نېټه په أتن کې د سين هوا اژانس له مشر څای مينګ جاو سره د کتنې په وخت کې وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه سرمشريز فورم چې ژر به په بېجينګ کې تر سره شي،ستر اهميت لري.له دې څخه څرګندېږي چې په نوې تاريخي زمانه کې به چين د نړيوالې همغږۍ او ګډ پرمختګ په برخو کې ستر رول ولوبوي.

پاولوپولوس وويل چې د روان کال په می کې د چين په بېجينګ کې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه سرمشريز فورم نه يوازې د چين ،بلکې د ګردې نړۍ لپاره ستر اهميت لري،ځکه چې دغه فورم يو نړيوال فورم او د نړيوال کېدو بهير د چټکتيا لپاره به ګټور وي.هغه زياته کړه چې چين د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه هېوادونو ترمنځ رغنده همکاري کوي ،د دغه فورم جوړېدل يوه ډېره ښه غوښتنه ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای