د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د اپرېل په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې د همدې ورځې په شپه يو بريدګر په چمپس يليسيس سړک د پوليسو پر موټر ډزې وکړې چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او ۲ تنه نور پوليس سخت ټپيان شوي دي.ياد بريدګر د پوليسو له خوا وژل شوی دی.
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت وياند پيري هنري برانديت په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل چې بريدګر په عمدي توګه پر پوليسو ډزې وکړې.اوس د بريدګر هويت د پلټنې په حال کې دی.
داعش د آماک نيوز اژانس له لارې د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چې دغه بريدګر د دې ډلې يو غړی و چې له بلژيک څخه راغلی و.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |