CRI Online

دميستورا به د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال سره خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 10:36:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن دميستورا د اپريل په ۲۰مه نيټه په ژنيو کې خبريالانو ته وويل چې له امريکا او روسيې سره به درې اړخيزې خبرې اترې  وځنډول شي. هغه به په راتلونکې دوشنبه کې د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال ګيتلوف سره ملاقات وکړي چې په عمده توګه به د سوريې مسئلې په هکله د استانا د راتلونکې دورې خبرو اترو او د ژنيو د خبرو اترو د ترتيباتو په اړه به بحثونه وکړي.

د ژنيو د خبرو اترو په اړه دميستورا وويل، د خبرو اترو مناسب وخت راتلونکی می مياشت ده، دوی به د سوريې وضعيت له نږدې وڅاري او د ريښتيني واقعيت له مخې به شخصی وخت وټاکي.

اوس د سوريې مسئلې په اړه د استانا خبرې اترې او د ژنيو خبرې اترې روانې دي چې په جلا جلا توګه د روسيې، ترکيې او ايران په مشرۍ او د م م په مشرۍ دي. د استانا د خبرو اترو درې دورې ترسره شوي چې په عمده توګه د اوربند مسئلې ته يې پاملرنه کړې، د ژنيو خبرو اترو پنځه دورې ترسره شوي چې په عمده توګه يې د سوريې مسئلې د سياسي حل بهير ته پاملرنه کړې. (هيله )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای