د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران خبري اژانس د اپريل په ۲۰مه نيټه د ايران د کورنيو چارو وزارت په قول خبر ورکړ چې د انتخاباتو کميسيون د ولسمشريزو ټولټاکنو په اړه د ۶ معياري کانديدانو ليست خپور کړ چې پکې اوسنی ولسمشر حسن روحاني هم شامل دی.
په دغو شپږو کانديدانو کې حسن روحاني اوسنی ولسمشر دی. ابراهيم رايسی د ايران د اسلامي انقلاب اتحاد کانديد دی او د سيالۍ پياړوی ځواک لري . محمد باقرګليبف د تهران ښاروال دی او د ولسمشرۍ په ۱۱ ټولټاکنو کې يې ګډون کړی. جهانګري د ايران د ولسمشر لومړی مرستيال دی. ميرسليم د ايران د اطلاعاتو کلتور پخوانی وزير دی. مستفا سطظی حشميتبا مخکې د ايران د صنايعو وزير او د مرستيال ولسمشر دندې پر غاړه درلودې. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |