د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي د اپريل په ۲۰مه نيټه وويل چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې کليدي موضوع ده. اوسنی بېړنی کار دا دی چې فلسطين او اسراييل سړه سينه وساتي او د خبرو اترو د ژر پيل لپاره عملي کوښښونه ترسره کړي.
ښاغلي ليو جيې يي په همدې ورځ د منځني ختيځ مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه مباحثوي غونډه کې وويل، په وروستيو ورځو کې د فلسطين او اسراييلو د وضعيت له تازه پرمختګ څخه ښکاري چې د فلسطين مسئله د اوږدې مودې لانحل به د منځنی ختيځ او حتی د ګردې نړۍ پر امنيت او ثبات دايمي منفي اغېزه وکړي. نړيواله ټولنه بايد په ګډه د فلسطينيانو د قانوني حقوقو د ساتلو دنده پر غاړه واخلي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |