د ايران د مهر نيوز اژانس د اپرېل په شلمه نېټه خبر ورکړ چې ايران، روسيې او ترکيې د اپرېل په اتلسمه او نولسمه نېټه د سوريې مسئلې په اړه د کارپوهانو په کچه سلا مشوره تر سره کړه.
د دې خبر له مخې، ايران، روسيې او ترکيې د سوريې د اوربند تړون او د يرغملو د بدلون په شمول د څو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې. د م م د کارپوهانو پلاوي هم د ليدونکي خوا په حيث په دې سلا مشورو کې ګډون وکړ.
د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لافروف، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد زريف او د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد موالم په مسکو کې سره ملاقات وکړ او پر سوريې د امريکا د پوځي بريد، د کيمياوي وسلو د استعمال پېښې د پلټنې، د سوريې د سوله ييزو خبرو اترو او له ترهګرو سره د ګډې مبارزې په اړه يې خبرې اترې کړې دي. د پلان سره سم د سوريې مسئلې په اړه د نوې دوره خبرې اترې به د مې مياشتې په پيل کې تر سره شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |