د شينجيانګ د اقتصادي ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين، روسيې، قزاقستان او مغوليستان د ګډې اوسېدو سيمې --ارتای په اړه د نړيوالې همغږۍ کميټې ۱۴مه کاري غونډه څو ورځې مخکې په ارومچي ښار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې په وروستيو کلونو کې د ارتاي د سيمه ييزې همکارۍ برياليتوبونه راغونډ شوي او راتلونکي مهم کارونه ترتيب شوي دي
د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې مرستيال رئيس ارکن تونياز په ياده غونډه کې وينا وکړه او پکې يې په ګډه د چين او منځنۍ اسيا د تخنيکي همکاريز مرکز د جوړېدو، په ګډه د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا او په ګډه د ارتای غره چاپېر د نړيوالې سيلانۍ همکارۍ د هڅولو په شمول پنځه وړانديزونه وړاندی کړل.
د همغږۍ ياده نړيواله کمېټه په ۲۰۰۳ کال کې جوړه شوه. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |