CRI Online

د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادولو پلان به د پاکستان پر ټولنيز او اقتصادي پرمختګ دايمي اغيزه ولري

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 15:32:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د سوله ييزو بهرنيو چارو د اکاډمۍ مشر فرهاد اسيف په دې وروستيو کې د چين نړيوالې راډيو سره په مرکه کې وويل، د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادولو پلان نه يوازې د پاکستان اقتصادي پرمختګ به پرمخ يوسي، بلکې د پاکستان پر ټولنې به دايمي اغيزه ولري.

هغه وويل، د ياد پلان د پلي کېدو په رڼا کې به د پاکستانيانو په تيره بيا د ښځو او ځوانانو د کار پيدا کولو حالت ښه شي، د بېوزلو وګړو شمېر به کم شي، په بېوزلو سيمو کې به د بنسټيزو تاًسيساتو د جوړولو کار بشپړ شي. که وګړي د دې فرصت څخه ګټو واخلي او په مثبت ډول په دې پلان کې ګډون وکړي، د دوي د ژوند سويه به هم لوړه شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای