CRI Online

ټرمپ پر ايران تور ولګاوه چې د اټومي تړون مراعات يې و نه کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 15:48:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ټرمپ د اپرېل په شلمه نېټه پر ايران تور ولګاوه چې د ۲۰۱۵م کال د اټومي هراړخيز تړون مراعات يې و نه کړ او د دې تړون پر وړاندې يې زيان رسونکی کارونه تر سره کړي.

ټرمپ په همدې ورځ د ايتاليا له صدراعظم سره د ليدنې وروسته په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د ايران اټومي تړون يو ډېر بد تړون دی، د دې تړون لاسليکول سم کار نه دی. خو هغه په دې اړه کوم مالومات نه دي ورکړي چې ايران په کومه برخه کې د دې تړون څخه سرغړونه کړې ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای