CRI Online

د تيان جو لومړی نمبر په نوم مال وړونکې هوايي بېړۍ په برياليتوب سره وتوغول شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 16:20:41

د روانې مياشتې د شلمې نيټې د شپې په اوو بجو او يو څلوېښتو دققو د تيان جو لومړی نمبر په نوم د چين لومړی مال وړونکې هوايي بېړۍ په برياليتوب سره وتوغول شوه.په چين کې د الوتنې تر ټولو لويې وسيلې په توګه به دغه هوايي بېړۍ د تخنيکي توان د څارنې دنده تر سره کړي چې له امله به يې د چين د فضايي ستېشن د جوړولو لپاره زمينه برابره کړي.

د اپريل د شلمې نيټې د شپې په اوو بجو او يو څلوېښتو دقيقو د چانګ جنګ اووم لمبر په نوم د ليږدونکي توغندي له لارې د تيان جو لومړی لمبر په نوم مال وړونکې هوايي بېړۍ وتوغول شوه . تر څه باندې شلو دققو وروسته د دې هوايي بېړۍ د توغولو سيمې قوماندان جانګ شيو يوو اعلان وکړ چې دغه بېړۍ په برياليتوب سره وتوغول شوه. ښاغلي جانګ وويل (اواز...........) د بېجينګ د فضايي الوتنې د کنترول له مرکز څخه مو خبر اخيستې چې د چانګ جنګ اووم لمبر په نوم ليږدونکی راکټ په عادي توګه روان دی او د تيان جو لومړی لمبر په نوم مال وړونکې فضايي بېړۍ ټاکلي مدار ته ننوتلی او د لمريزې انرژۍ بورډ په عادي توګه پرانيستلی دی،نو د دې بېړۍ توغولو بری موندلی دی.

ډېر چينايان دغه بېړۍ د هوايي ليږدونکي په توګه ګڼي.ځکه چې په راتلونکې کې به فصايي ايستګاه ته د مالونو ليږدولو دنده پر غاړه واخلي.دغه بېړۍ چې د مالونو او د پرمخبيولو موادو له دوو کابينونو څخه جوړيږي او وزن يې شاوخوا ديارلس ټنه دي،د شپږ اعشاريه پنځه ټنو مالونو د ليږدولو توان لري.د دې بېړۍ سيستم د عمومي ډيزانر مرستيال شيو شياو پينګ وويل چې د انسان وړونکې کيهاني پروژې د يوې مهمې برخې په توګه د تيان جون لومړی لمبر په نوم د يادې بېړۍ لومړۍ الوتنه اهميت وړ ده.هغه وويل (اواز...............)تر اوسه پورې دغه فضايي بېړۍ په چين کې د الوتنې د تر ټولو لويې وسيلې په توګه چې پکې ډول ډول دستګاوې او د فضانوردانو د سيستماتيک کابين څخه بهر ازمويښتي تجهيزات بار وو،د راتلونکي فضايي ستېشن د کارونې لپاره زمينه برابروي.

د پخوا په پرتله د يادې بېړۍ د الوتنې دنده داسې ځانګړتيا لري چې حالت يې نوی ، تخنيکي ستونزې ډېرې دي.د دې بېړۍ د توغولو مرکز د قوماندانۍ مشر جانګ شيو يوو وويل (اواز...........)مدار ته د دې بېړۍ د ننوتلو دقيق والی د توغولو مرکز د باور وړ سيستم ته اړتيا لري چې په ټاکلي وخت کې په سمه توګه راکټ ته اور ور کوي او د وخت ځنډ ته اجازه نه ور کوي.

د دې بېړۍ عمده دنده د تيان ګونګ دوهم لمبر په نوم لابراتوار ته د مالونو ليږدونه ده يعنې ياده بېړۍ له دې فضايي ليبراتور سره تړل کيږي او د پرمخبيولو موادو ور کولو په شمول کليدي تخنيکونه پلی کوي.د بېجينګ د فضايي الوتنې د کنترول مرکز د عمومي انجنير مرستيال چيوي شياو فنګ وويل چې د دغې بېړۍ څارنه او کنترول د پخوا په پرتله توپير لري. هغه وويل (اواز..........)لومړی دغه بېړۍ د پخوانيو بېړيو په پرتله لويه ده او دقيق والی ته اړتيا لري ، نو له دې امله رامنځته شوې ننګونې هم ډېرې دي.سربېره پردې دغه بېړۍ د الوتنې په بهير کې ازموينه تر سره کوي چې پخوا يې نه ده تر سره کړې. د بېلګي په توګه فضايي ليبراتور ته د پرمخبيولو مواد ور کوي چې دا د اوږدې مودې لپاره د فضايي ستېشن د شتون لازم شرط دی .په دې ازموينه کې به د تيان جو فضايي بېړۍ او تيان ګونګ دوهم لمبر لابراتوار د تړل کېدو له امله فضايي ايستګاه ته د فضانوردانو د ننوتلو وخت تر زياتې اندازې پورې کم شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای