CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 16:55:58
د افغانستان غوره ليګ(APL)

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل په مشرۍ د ۲۰۱۷ کال شپږیزه کرکټ لیګ په هکله غونډه وشوه. د غونډې په جریان کې د شپږیزه کرکټ لیګ د رونق، نوښتونو او پرمختیا په اړه خبرې وشوې. سربیره پردې، د شپږیزه کرکټ لیګ د چارو د لا ښه سمبالښت په موخه یوه کمیټه په دنده وګومارل شوه تر څو له اوس څخه د شپږیزه کرکټ لیګ چارې په مسلکي ډول تنظیم کړي.

هېره دې نه وي چې، د افغانستان غوره لیګ (APL) په اړه به هم ډیر ژر عملي اقدامات ترسره شي.

راشد او نبي د کېنګز اېلېون پنجاب درې لوبغاړي وسوځول

د هند پرېميرليګ کې د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې پر وړاندې سيالۍ کې افغان لوبغاړو درې وېکټې واخيستې او له دې سره سنرايزرز حيدراباد لوبډلې دغه لوبه په پنځو منډو وګټله.

په لوبه کې راشد خان دوه او محمد نبي يو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبه پچه کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې لومړی د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې او کېنګز اېلېون پنجاب ته يې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

د سنرايزر لوبډلې کپتان ډېوېډ وارنر په ۵۴ توپونو ناسوځېدلې ۷۰ منډې ترسره کړې، پر ده سربېره نمن اوجها ۳۴ او شېکر دهون د ۱۵ منډو په جوړېدو وتوانېد.

د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې لپاره اکسر پټېل او موهېت شرما دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د سنرايزرز حيدر اباد لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې بوونېشور کومار ډېر ښه وځلېد او يوازې د ۱۹ منډو په ورکولو سره يې د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې ۵ لوبغاړې وسوځول.

پر نوموړي سربېره راشد خان ۲، محمد نبي، سېدارت کاول او موسېز هېنرېکز يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

راشد خان تر اوسه ټولو پنځو لوبو کې ۹ لوبغاړي سوځولي.

د نوموړي په زړه پورې بالېنګ او لوړ استعداد نه یوازې هند بلکې ټوله نړۍ کې د کرېکټ مینه وال متاثره کړي.

د محمد نبي لپاره دا لومړی ځل و چې د ای پي اېل روان لوبیز کال په کومه لوبه کې د سنرایزرز استازیتوب کاوه.

د توپ وهنې په برخه کې د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې لپاره، منان وهرا ټر ټولو ښه لوبه وکړه او په ۵۰ توپونو يې ۹۵ منډې جوړې کړې، له ده پرته مېلر ۱۳، مورګن ۱۰ او مکسوېل ۱۰ منډې جوړې کړې.

د سنرايزرز حيدراباد راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ له ډيلي ډېيرډېولز سره ده.

د کابل الکوزي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د سولې کرکټ لیګ رسمي پرانسته وشوه

د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل، د ولسي جرګې غړو، دکابینې معینانو، دولتي چارواکو، د سولې کرکټ لیګ مشر عبدالرشید ایوبي، د کرکټ بورډ پخوانیو مسئولینو، د سولې کرکټ لیګ شپږ ګډون کونکو لوبډلو، د کرکټ مینه والو او د رسنیو همکارانو ونډه درلوده.

په پیل کې د سولې کرکټ لیګ مشر عبدالرشید ایوبي خپله وینا واوروله. نوموړي وویل چې، موږ د سولې لپاره د دغو سیالیو تابیا کړې او د لوی خدای ج له درباره په هیواد کې د سولې د ټیکاو لپاره دعا کوم.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل وویل چې، "کرکټ په افغانستان کې د پرمختګ شعور ته وده ورکړه. موږ د نړۍ په کچه وځلیدو او لوبغاړو مو تاریخي اتلولۍ راوړې. نن د افغانستان کرکټ بورډ د سولې د کور په نوم یادیږي او د سولې ددغه پراخ کور انګړ د سولې پرمخ خلاص دی او دلته د سولې لپاره لوبه ترسره کیږي او موږ سولې ته ژمن یو،مشعل د سولې کرکټ لیګ له مسئولینو هم مننه وکړه چې د سولې لپاره یې د کرکټ د سیالیو تابیا وکړه.

سربیره پردې د شپږو ګډون کونکو لوبډلو لوبډلمشرانو هم خپلې ویناوې واورولې.

د مراسمو په پای کې اورلوبه وشوه او د کرکټ سندرې وغږول شوې.

د سولي کرکټ لیګ لومړۍ سیالي تېره ورځ د سپین غر بازانو او وزیرزي اتلانو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

 د لوبې پچه سپین غر بارانو وګټله او د وزیرزي اتلانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. وزیرزي اتلانو سیالې لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ خو د سپین غر بازانو لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د ۱۴۵ منډو په جوړولو سره یې لوبه وزیرزي اتلانو ته وبایلله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای