CRI Online

وانګ يي د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-21 19:28:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ٢١مه نېټه په استانا کې د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون درلود.

وانګ يي په خپله وينا کې وويل روان کال د شانګهای د همکارۍ سازمان د منشور د لاسليکېدو د ١٥مې کاليزې، په دايمی راتلونکې کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو تر منځ د ګاونډيتوب دوستانه همکارۍ تړون د لاسليکېدو او نافذ کېدو له پنځمې کاليزې سره برابر دی. منشور او تړون د دغه سازمان د فکري بنسټ او د فعاليتونو د لارښوونې په توګه د نړيوالو اړيکو نوي شکل پرانيستلی دی. د دغه سازمان د هند او پاکستان له منلو وروسته به په نړۍ کې داسي سيمه ييز نړيوال سازمان وګرځي چې د نړۍ تر ټولو لوی مساحت لري، نفوس تر ټولو زيات دی او پټ توان تر ټولو لوی دی.

وانګ يي وويل دغه سازمان به له نويو ننګونو او فرصتونو سره مخامخ وي، د سامان بېلا بېل غړي بايد د شانګهای د روحيې مراعات کړي او په هراړخيزه توګه د سياست، امنيت، اقتصاد او کولتور په ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د ثبات ساتلو او پرمختګ د هڅولو په بهير کې د د دغه سازمان د غړيو باور وړ ضمانت وګرځي.

وانګ يي د دغه سازمان د غړيو له زياتوالي وروسته د همکارۍ د پرمختګ په هکله څو وړانديزونه کړي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای