د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل د ۲۲مې نېټې د غرمې په دوولسو بجو او درويشتو دقيقو د تيان جو لومړۍ نمبر فضايي بيړۍ په بريالۍ توګه له تيان ګونګ دوهم نمبر فضايي ازمويښتي مرکز سره وصل شوه. دا لومړی ځل دی چې د چين لخوا څيړندويه او توليد شوې مال وړونکې فضايي بيړۍ په ليرې فضا کې له فضايي ازمايښتي مرکز سره وصل کېږي.
ورپسې به ياد دوه فضايي وسايل په ګډه په ليرې فضا کې والوځي او د پلان له مخې به د سوند موادو د برابرولو په شمول يو لړ ازموينې تر سره کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |