CRI Online

د امريکا د ملي دفاع وزير: سوريه کيمياوي وسلې لري.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-22 15:23:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزير جېمس ماټيس د اپريل په ۲۱مه نېټه له اسرائيلو څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې شک نه شته چې سوريه کيمياوي وسلې لري.

نوموړي په همدې ورځ په بيت المقدس کې د اسرائيلو له عالي رتبه چارواکو سره خبرې اترې وکړې. هغه د اسرائيلو د ملي دفاع له وزير سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې شک نه شته چې د اوږدو مودو راهيسې سوريه کيمياوي وسلې لري. دا د دوی له خپلې ژمنې څځه انکار دی.

نوموړي وويل، چې د سوريې عمل د م م له اړوندو پريکړه ليکونو څخه سرغړونه ده او امکان شته چې دوی په پر له پسې توګه له کيمياوي وسلو څخه استفاده وکړي.

نوموړي د اسرائيلو له صدراعظم بينجامين نيتانياهو سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې د امريکا او اسرائيلو ترمنځ د ملګرتيا اړيکې به دايمي وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای