د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو شورا نوبتي غونډه د اپريل له شلمې نېټې نه تر يوويشتمې نېټې پورې د قزاقستان په استانا کې تر سره شوه. د قزاقستان، چين، قرغزستان، روسيې، تاجکستان او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په کې ګډون وکړ.
برخوالو وزيرانو په استانا کې د دغه سازمان د راتلونکې سرمشريزې غونډې د چمتوالي لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو د استانا اعلاميه او د دغه سازمان د مشرانو شورا د غونډې مطبوعاتي اعلاميه تصويب کړه.
په دغه غونډه کې په دغه سازمان کې د هند او پاکستان د شاملېدو او د غړيتوب د منلو په اړه مسوده د دغه سازمان سرمشريزې شورا ته وړاندې شوه. برخوالو وزيرانو پر دې ټينګار وکړ چې د نويو غړيو هېوادونو منل او له کتونکو هېوادونو او ملګرو هېوادونو سره د همکاريو پياوړتيا د دې سازمان د توان د لوړتيا لپاره مهم ارزښت لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |