CRI Online

وزير وانګ يي د چين او قزاقستان ترمنځ د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د څلورو لومړيتوبونو په اړه خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-22 15:37:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۲۱مه نېټه د قزاقستان په استانا کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير قايرات عبدالرحمانوف سره په يوه ګډه خبري ناسته کې د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د څلورو لومړيتوبونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل، چې د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر مياشت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له قزاقستان څخه د ليدنې په تر څ کې د لومړی ځل لپاره د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د جوړونې پلان وړاندې کړ. په دغه کمربند کې د چين په لويديځه خوا کې لومړی تمځای قزاقستان دی، د توليدي توان د پياوړتيا په همکاريو کې د چين لومړی ملګری قزاقيستان دی او د دغه کمربند په سيمه کې د بېلا بېلو هېوادونو د ستراتيژيو د اتصال په اړه د چين لومړی همکار قزاقيستان دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ يو لړ همکاريو د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای