CRI Online

د افغانستان په شمال بلخ کې د يو بريد له امله لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-22 16:03:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د طلوع ټلويزيون د اپريل په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې د افغانستان د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د افغان ملي پوځ اډه په همدې ورځ د وسله والو له بريد سره مخامخ شوه چې له امله يې لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شوي دي.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ وياند جون ټوماس په قول په دغه بريد کې د بريدګرو په شمول لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شوي دي. خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبر ورکړ چې د دغه بريد له امله څه نا څه ديارلس تنه وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان دي.

طالبانو د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای