CRI Online

د اوو هېوادونو د پټليو څانګو د چين او اروپا ترمنځ د پټليو د همکارۍ د پياوړتيا په هکله يو تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-23 16:25:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه خبريال د چين د پټليو له عمومي شرکت څخه خبر اخيستی چې په دې وروستيو ورځو کې د چين،المان او روسيې په شمول د اوو هېوادونو د پټليو څانګو د چين او اروپا ترمنځ د پټليو د همکارۍ پياوړتيا په هکله يو تړون لاسليک کړ .دا لومړی ځل دی چې د چين د پټليو څانګې د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د پټليو له څانګو سره د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډي د حرکت کولو په هکله همکاريز تړون لاسليک کوي.

د چين د پټليو د عمومي شرکت د اړوند مسئول د معلوماتو له مخې د دغه تړون موخه دا ده چې د پټليو په وسيله د اسيا او اروپا ترمنځ د مالونو ليږدونې د بازاري برخې زياتوالی او د يادو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ پرمخبيول او د اقتصادي همکارۍ پياوړتيا ده. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای