CRI Online

د شلو هېوادونو ډلې د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو غونډه په واشنګټن کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-23 16:29:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د شلو هېوادونو ډلې يعنې د جي شل د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو غونډه د روانې مياشتې له شلمې نيټې څخه تر ٢١مې نيټې پورې د امريکا په واشنګټن کې تر سره شوه.برخه والو په عمده توګه د اوسني نړيوال اقتصادي حالت او د اقتصادي پرمختيايي چوکاټ،نړيوال پولي جوړښت او د نړيوال پولي ادارې،په افريقايي هېوادونو کې د پانګونې د پرمخبيولو او د پولي څانګو د پرمختګ او څارنې په باب بحث وکړ. د چين د ماليې وزير شياو جي او د چين د ولسي بانک مشر جو شياو چوان د چيني پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و.

شياو جي وويل چې له ٢٠١٧ کال راهيسې د چين په اقتصادي پرمختګ کې مثبت عوامل زيات شوي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې اقتصادي پرمختيايي انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه نهه زيات شوی دی . غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای