CRI Online

لو شين شه د چين د کمونېست ګوند د يوه پلاوي په مشرۍ له پاکستان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-23 18:19:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د مسلم ليګ ګوند په بلنه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې غړي او د چين د جيانګ شي ولايت د ګوندي کميټې منشي لو شين شه د چين د کمونېست ګوند د پلاوي په مشرۍ د اپريل له شلمې نيټې څخه تر ٢٣مې نيټې پورې له پاکستان څخه ليدنه وکړه او د دې ليدنې په موده کې يې د پاکستان د پارلمان له مشر صردار اياز صديف په شمول د دې هېواد له ځينو مشرانو سره وکتل.

لو شين شه وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګې شوې دي. د چين د کمونېست ګوند غواړي چې د پاکستان له بېلا بېلو ګوندونو سره تګ راتګ زيات کړي او يو له بل څخه د تجربو زده کړه وکړي تر څو د چين او پاکستان ترمنځ دوستي نوره هم ټينګه شي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای