د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اپريل په ٢٣مه نېټه حکم صادر کړ چې همدا ورځ د ملي ماتم ورځې په توګه وټاکلې، تر څو د اپريل په ٢١مه نېټه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د بريد له امله د وژل شوو سرتيرو په مناسبت درنښت او تعزيت څرګند کړي.
د نوموړي حکم سره سم، د ملي ماتم په ورځ بايد ملي بيرغ نيم ځوړند شي، د ماتم مراسم دې د بېلا بېلو سيمو په جوماتونو کې تر سره شي او د کلتوري ارګانونو، راډيوګانو او تلويزيونونو ټول تفريحي پروګرامونه دې لغوه شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ يو ځل بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ياد بريد غندنه وکړه. په دې اعلاميه کې راغلي چې افغان حکومت او خلک د ملي امنيت د ساتلو له امله د مړه شوو سرتيرو درنښت او يادونه کوي، امنيتي ځواکونه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د ترهګريزو ډلو د پيدا کولو او له منځه وړلو په هڅه کې دي.
د اپريل په ٢١مه نېټه يوې ډلې وسلوالو په مزارشريف کې د ملي پوځ پر قول اردو کې په جومات او خوړنځي بريد وکړ. د اپريل په ٢٢مه نېټه د پوځي ادارې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې له امله لږ تر لږه ١٣٥ تنه وژل شوي او له ٦٠ تنو نه زيات کسان ټپيان دي. طالبانو د اپريل په ٢١مه نېټه د ياد بريد مسئوليت اخيستل ومنل او و يې ويل چې په بريد کې ٥٠٠ د ملي اردو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ولسمشر غني د يادې پېښې په اړه د هراړخيزې پلټنې غوښتنه کړې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |