CRI Online

چيني تصدۍ د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو بازارونو کې د پرمختګ د موندلو په هڅه کې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-23 21:18:21

د نړيوال کېدو له جريان او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له پرمخګ سره زياتې چيني تصدۍ په بهر کې د خپلو کارو بارونو د سمسورولو په هڅه کې دي.

د فو جيان ولايت په چوان جو ښار کې د پياک ګروپ په فابريکه کې کارکوونکي کار کوي. ((پياک)) کوم چې د چين د سپورټي بوټانو د توليدولو مشهوره تصدۍ ده، د جنوب ختيځې اسيا، ختيځې اروپا او منځني ختيځ په بازارونو کې پراخوالی غواړی.

د ګوانګ دونګ ولايت په فو شان ښار کې، د موناليشا ګروپ په يوه فابريکه کې کارکوونکی پر کاشي خٍښتې د چاپ شوي انځور د کتلو په حال کی. نوموړی ګروپ به په راتلونکو پنځو کالونو کې د منځنې اسيا، جنوبي اسيا او اروپا په بازارونو کې خپل تجارت سمسور کړي.

د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې د جنګ تای په نوم د لمريزې برقي (فوټوولتېک ) سامانونو تصدۍ په فابريکه کې. نوموړۍ تصدۍ يو الماني شرکت اخيستی او په تايلند کې يې يوه فابريکه جوړه کړې ده.

د ګوانګ جو ولايت په فو شان ښار کې د مې ډي په نوم د ژوند د برقي توکو په ازمويښتي مرکز کې. مي ډي ګروپ د بلاروس، ايتاليا، ويتنام او ماليزيا په شمول هېوادونو کې ١٢ توليدي اډې لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای