د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ٢٣مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په اتن کې د يونان له خارجه وزير سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ. د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په اړه د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، په نژدې موده کې د ګواښ او مقابلې خبرې او عمليات زيات دي، د سولې او عاقلانه اوازونو ته اړتيا ده.
نوموړي وويل، چې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې په اړه د چين دريځ څرګند او نه بدلېدونکی دی کوم چې په دې ټاپووزمه کې بايد ذروي وسلې له منځه ولاړې شي او د ټاپووزمې سوله او ثبات بايد وساتل شي، دغه راز د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله بايد په سوله ييزو لارو چارو حل شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |