CRI Online

وانګ يي د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-24 16:27:21
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۲۳مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په اتن کې د لرغونو هېوادونو فورم د وزيرانو په کچه د لومړۍ غونډې په موده کې له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره وکتل.

وانګ يي وويل، اوس د چين او ايران تر منځ ستراتيژيکې اړيکې د ثابت پرمختګ په حال کې دي، د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې او کلتور په برخو کې همکارۍ يې د پر له پسې ژوروالي په حال کې دي او د سيمه ييزو مسئلو په اړه يې هم نږدې تبادلې ساتلې. ايران د لرغونې ورېښمو لارې پر غاړه يو مهم هېواد دی، چين د يوه کمربند او يوې لارې په لوړپوړې غونډه کې د ايران د جګپوړي مامور د ګډون هر کلی کوي.

ظريف وويل، ايران د ستراتيژۍ له لحاظه له چين سره اړيکې ګوري. د دواړو هېوادونو مشرانو يو د بل هېواد ته د سفرونو له امله د دواړو خواوو د ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ لپاره کلک بنسټ اېښودل شوی. ايران د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه د چين د وړانديز هر کلی او ملاتړ کوي او غواړي د لرغونو هېوادونو فورم له لارې د يوه کمربند او يوې لارې جوړونه وهڅوي او ګډ پرمختګ عملي کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای