CRI Online

د چين او ايران تصديو د اراک د درنو اوبو رياکتور د تعديل لومړی سوداګريز تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-24 11:06:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د اټومي انرژۍ صنعتي شرکت، د چين د اټومي انرژۍ علمي څېړنيزې ادارې د اپريل په ۲۳مه نيټه د ايران د ذروي برېښنا پروژې او ابادۍ شرکت سره په ويانا کې د درنو اوبو رياکتور د تعديل لومړی سوداګريز تړون لاسليک کړ. د دې تړون عمده محتويات د اراک د درنو اوبو رياکتور د تعديل د نظريې ډيزاين او د ابتدايي ډيزاين په اړه مشورې دي چې دغه راز د دې پروژې لومړی ګام پورته شوی. د دې تړون له لاسليک څخه ښکاري چې د ايران د ذروي مسئلې په هراړخيز تړون کې ټاکل شوی د اراک د درنو اوبو رياکتور تعديل د تطبيق مرحلې ته ننوتلی دی.

د ايران حکومت د اراک د دې پروژې د بهير ستاينه وکړه او په ترڅ کې د چين له کوښښونو څخه يې مننه څرګنده کړه او و يې ويل چې ايران به په دوامداره توګه هراړخيز تړون تطبيق کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای