د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر د اپريل په ۲۲مه نيټه د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې پيل شو. د ترکيې د راډيو او ټلويزيون جګپوړي پلاوی چې له ۱۲ تنو څخه جوړ شوی، په وار سره به د چنګ دو، هانګ جو او شانګهای په شمول د چين مشهورو ښارونو ته سفرونه وکړي چې د يوه کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې د همکارۍ پټ ځواک ولټوي.
له ۲۰۱۵ کال راهيسې، دغه لړ فعاليت د چين په څو ولايتونو او ښارونو کې ترسره شوي او د ترکيې، مصر، اردن او افغانستان په شمول د ځينو هېوادونو څه دپاسه ۴۰ سياسي، اقتصادي او کلتوري مشهورو شخصيتونو چين ته سفرونه کړي او د چين ځانګړي دودونه او د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ حالت يې پېژندلی او سيمه ييز پرمختګ ته د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز لخوا د رسول شوی ګټور فرصت په اړه يې بحثونه کړي دي. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |