د سينهوا اژانس د خبر له مخې، مصر او امريکا د اپرېل په درويشتمه نېټه په سره سمندرګي کې ګډ سمندري پوځي تمرينونه تر سره کړل. د مصر پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دې تمرينونو موخه په سمندري پوځي عملياتو کې د مصر او ملګرو هېوادونو د همکارۍ توان لوړول دي.
د مصر پوځ په دې اعلاميه کې ويلي، د مصر او امريکا پوځي بيړۍ او ځانګړو جنګي ځواکونو په دې پوځي تمرينونو کې ګډون کړی و. د سمندري او ځمکني ځواکونو ګډ پوځي عمليات، په سمندر کې انسان ژغورنه، او د شکمنو بيړيو څارنه په دې تمرينونو کې شامل وو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |