د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې د فضايي نوښتونو ټولنه د اپرېل په درويشتمه نېټه د چين د فضايي اکاډمۍ او د شي بې صنعتي پوهنتون لخوا په شي أن ښار کې جوړه شوه.
د يوه کمربند او يوې لارې د فضايي نوښتونو ټولنې د منشيانو دفتر د شي بې په صنعتي پوهنتون کې دی. د يو کمربند او يوې لارې په اړه اته څلوېښت پوهنتونونه، د پوهاوي سازمانونه او علمي ادارې به پر دې بنسټ د عملي پلټنو او د متخصصو کدرونو د روزنې په برخو کې ژورې همکارۍ تر سره کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |