CRI Online

په شينجيانګ کې د طبي خدمتونو نړيوال مرکز جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2017-04-24 15:16:58


اروموچي کې د شينجيانګ د چيني دوديز طب په روغتون کې قزاقستانی ناروغ الکساندر د زړه ناروغۍ له عمليات وروسته له خپلې مېرمن سره یوځاي له ډاکټرانو څخه مننه کوي

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو پاليسۍ د غوره کېدو نه راپدېخوا، شينجيانګ د ګاونډيو هېوادونو سره د طبي همکاريو د پياړوتيا لپاره د طبي خدمتونو د نړيوال مرکز د جوړونې په کار کې لګيا دی. دغه مرکز د شينجيانګ د طبي پوهنتون د لومړي روغتون په شمول پنځو د دری په کچه د پنځو پوهنتونونو لخوا جوړ شوی او د ګاونډيو هېوادونو ژبې ويونکي طبي کارکوونکي پکې کار کوي چې دا د بهرنيو ناروغانو لپاره اسانتياوې برابروي. تر اوسه پورې يو زر څلور سوه بهرني ناروغان په يادو پنځو روغتونونو کې بستري شوي دي. (شکريه)


اروموچي کې د شينجيانګ طبي پوهنتون په لومړي روغتون کې ډاکتران د قزاقستانی ناروغ د حال احوال پوښتنه کوي 


 اروموچي کې د شينجيانګ طبي پوهنتون په لومړي روغتون کې یو ډاکټر د انټرنيټ له لارې د ناروغانو د حال احوال پوښتنه کوي


اروموچي کې د شينجيانګ د اویغوري  قوم دوديز طب په روغتون کې يو ترکمنستاني ناروغ له ډاکټر سره د کتنې په حال کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای