CRI Online

د امريکا حکومت د امريکا او اروپا تر منځ د ازادو تجارتي خبرو اترو د بيا پيل هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-24 15:17:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د تجارتي چارو وزير ويلبور روس د اپرېل په درويشتمه نېټه وويل، د ټرمپ حکومت د امريکا او اروپا تر منځ د ازادړ تجارتي خبرو اترو د بيا پيل هرکلی کوي.

هغه په همدې ورځ د بريټانيا د اقتصاد په ورځپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه او پکې يې وويل، که څه هم د ټرمپ حکومت د تجارت د ساتونکي نظر لرونکي هېواد په توګه ګڼل کيږي، خو حکومت لا هم غواړي چې د لويو تجارتي همکارانو سره تجارتي تړونونه لاسليک کړي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې که څه هم ټرمپ واک ته د رسېدو وروسته امريکا د ارام بحر د تجارتي همکارۍ له تړون څخه وتلی دی، خو د امريکا او اروپا تر منځ د ازادو تجارتي خبرو اترو په برخه کې، حکومت مثبت دريځ لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای