د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په څليرويشتمه نېټه سره ټليفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ وويل، زما او ستاسو تر منځ د مار ا لاګو (Mar-a-Lago) ملاقات او زموږ لخوا لاسليک شوي موافقه ليکونه د دواړو هېوادونو د وګړو لخوا وستايل شول. اوس نړيوال حالات په چټک ډول د بدلون په حال کې دي. د چين او امريکا تر منځ ژور تماسونه ډېر مهم دي. چين او امريکا دې ياد موافقه ليکونه په جدي توګه پلې کړي، د دواړو خواوو تر منځ د همکاريو د پرمختګ روښانه اَينده دې وساتي او د تجارت، پوځ، د عدلي چارو، انټرنيټي شبکې او په کولتوري برخو کې تګ راتګ دې زيات او همکارۍ دې پياوړې کړي.
ټرمپ وويل، زه د چينايانو ډېر درناوی کوم، د سترو مسئلو په اړه د امريکا او چين د نظريو تبادله ډېره لازمه او مهمه ده. هيله مې ده چې ژر تر ژره له تاسو سره يو ځل بيا وګورم.
دواړو خواوو د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه دهم نظريو تبادلې وکړې. شي جين پينګ په دې اړه وويل، چين له هغو عملياتو سره ټينګ مخالفت کوي چې د م م له اړوندو موافقه ليکونو څخه سرغړوي. چين هيله لري چې اړوندې خواوې دې سړه سينه وساتي او د سيمه ييزو حالاتو د سختېدو مخنيوی دې وکړي. دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه چې په دې ساحه کې يو له بل سره به ژور تماسونه وساتي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |