CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د فضايي نوښت ټولنه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-24 15:51:02

د روان کال د اپريل ٢٤مه نېټه په چين کې له دوهمې فضايي ورځې سره برابره ده.د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د فضايي نوښت ټولنه په رسمي توګه په شي ان ښار کې جوړه شوه چې غړي يې د روسيې او امريکا په شمول د لسو هېوادونو ١٩ پوهنتونونه، د چين ٢٩ پوهنتونونه او اړوند علمي سازمانونه او تصدۍ دي.د دې ټولنې د جوړېدو له امله به په فضايي چارو کې د نړيوالې همکارۍ او تبادلې نوی ډګر بشپړ شي.

دغه ټولنه په نړيوالو فضايي چارو کې د پوهنتونونو،علمي اورګانونو او سازمانونو له خوا په خپله خوښه جوړه شوې ده.په همدې ورځ د بلژيک ،فرانسې،اوکراين، هاسپانيا، ايټاليې ، امريکا، روسيې او پاکستان په شمول د لسو هېوادونو ١٩ پوهنتونونه، د چين ٢٩ پوهنتونونه ، د علمي څېړنو سازمانونه او تصدۍ په خپله خوښه د دې ټولنې غړی شول .

په دې وروستيو کلونو کې په فضايي ساحه کې د چين او روسيې ترمنځ همکاري د پياوړتيا په حال کې ده.په همدې ورځ کې د روسيې اوو پوهنتونونو په ياده ټولنه کې برخه اخيستې ده.د روسيې د سټپيټرزبورګ د فضايي دستګاوو پوهنتون د مشر مرستيال کاستانتين روسوف هيله وښودله چې په راتلونکې کې د دې ټولنې په چوکاټ کې له چين سره به نوره مثبته همکاري وکړي.هغه وويل (اواز..........) په ٢٠١٦ کال کې د چين او روسيې حکومتونو د فضايي چارو او د اړوندو تخنيکونو د کارونې په هکله مقررات لاسليک کړل چې په پايله کې يې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پرمختګ پرمخبيولی دی.په دې وروستيو کلونو کې په فضايي ساحه کې د چين او روسيې ترمنځ همکاري نوره هم پياوړی شوې ده. اوس مهال دواړه هېوادونه خپل راکټونه او د سپوږمکيو توغولو مرکزونه لري او د سپوږمکيو د څېړنې او جوړونې توان هم لري، نو دواړه هېوادونه به هرو مرو په فضايي ساحه کې لازياتې همکاري وکړي.

د دې ټولنې د جوړولو موخه دا ده چې په دې ساحه کې اړوند پوهنتونونه، علمي اورګانونه او سازمانونه د غوره والي په کارولو سره د يوه کمربند او يوې لارې له ستراتيژۍ څخه ګټې واخلي. د دې ټولنې سکتريت د چين په شمال لويديځي صنعتي پوهنتون کې پروت دی. د فضايي نوښت د ټولنې د راتلونکي پرمختګ په هکله د دې پوهنتون مشر وانګ جين سونګ وويل (اواز...........) لومړی بايد ژر تر ژره په دې ټولنه کې همکاريز اداري او کاري ميکانيزمونه جوړ شي تر څو دغه ټولنه هغه همکاريز ډګر وګرځي چې په نړۍ کې مشهور او اغيزه لري او غړي يې هم ډېر دي.دوهم بېلا بېل غړي بايد خپل غوره والی وکاروي او له سيمه ييزو قومي او کلتوري ځانګړتياوو سره سم دې په بېلابېلو سيمو کې ځانګړی کلتوري مرکزونه جوړ کړي . درېيم بايد د حکومتونو ترمنځ د همکاريزو پروژو له لارې د تخنيکونو د پلورنې،کلتوري تبادلې او متخصصو او کارپوهانو کسانو د روزلو په برخه کې د دې ټولنې د غړو ترمنځ همکاري پياوړې شي.

د ٢٠١٦ کال په پای کې د چين د دفاعي ساينس او صنايعو ادارې او د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د معلوماتي دهليز د جوړونې د چټکولو په هکله د لارښوونې سند خپور کړ چې له امله به يې د سپوږمکيو له نړيوالو اورګانونو سره همکاري پياوړی شي .د يادې ادارې عمومي انجنير او د چين د فضايي چارو ادارې سرمنشي تيان يوو لونګ وويل (اواز.........) هيله لرو چې له دغو اورګانونو سره د همکارۍ له لارې د ورېښمو لار اباده کړو . نن ورځ د دې ټولنې جوړونه ډېره مهمه ده او هيله من يم چې دغه ټولنه د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د معلوماتي دهليز د جوړونې يو عمده ځواک وګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای