د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري رسنيو د اپريل په ۲۳مه نيټه خبر ورکړ، د سوريې د هغه مليشاو سازمان چې د حکومت ملاتړي دي، د الکونايتراح په ايالت کې کمپ يې چاودنه شوې چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي. د چاودنې لامل په هکله تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
د لودېديځو هېوادونو د خبري رسنيو د خبر له مخې، پر دغه کمپ په همدې ورځ د اسراييلو د دفاعي پوځ لخوا بريد سره شوی و، د اسراييلو دفاعي پوځ د دغه خبرپه غبرګون کې څه نه دي ويلي.
د روانې مياشتې په ۲۱مه نېته اسراييلو د سوريې په الکونايتراح ايالت کې د سوريې پر څو حکومتي موخو هوايي بريدونه کړلي وو. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |