د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ۲۳مه نيټه نړيوال بانک او د اسيا د پانګونې له بانک سره په واشنګټن کې د همکارۍ يو يادښت لاسليک کړ.
نړيوال بانک د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه يادښت به د پانګو راغونډونې او د متخصصو کسانو د تبادلې په برخو کې د دواړو خواوو د همکارۍ لپاره چوکاټ وټاکي او د سيمې او دولت په کچه د دواړو خواوو د همغږۍ لپاره به بنسټ کېږدي.
د نړيوال بانک مشر کيم يونګ وويل، د اسيا د پانګونې بانک د کار له پيل راهيسې، نړيوال بانک ورسره نږدې همکاري کړې او کوي يې. ده وويل، د څواړخيزو استخراجي ارګانونو ترمنځ همکارۍ د نايابو سرچينو د ليږدراليږد، د شخصي ادارو د راجلبونې او د پرمختګ اړتياوو د پوره کونې لپاره ستر ارزښت لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |