CRI Online

سياسي حل لاره د سوريې مسئلې د حل لپاره يوازنۍ لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2017-04-24 16:40:10

د چين نړيوالې راديو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي شې شياو يان د اپريل په ۲۳مه نيټه د مصر په قاهره کې له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې د سوريې د اوسنيو حالاتو په اړه خپله نظريه څرګنده کړه او و يې ويل، سياسي حل لاره د سوريې مسئلې د حل لپاره يوازنۍ او مناسبه لاره ده.

په دې وروستيو ورځو کې د سوريې وضعيت د کيمياوي وسلو استعمال او د ايستونکو عامو خلکو موټرونو پر کاروان د بريد له امله بيا ترينګلی شوی. شې شياو يان وويل، چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې هر هېواد، هر سازمان او هرڅوک چې په کوم وخت او کوم ځای کې کيمياوي وسلې کاروي. د ده په اند، د سوريې په پيچلې اوضاعو کې ځينې هيله مندۍ هم شته، لومړی، په سوريه کې د اوربند تړون په عمومي توګه اجرا شوی او د لويې پيمانې شخړو شمېر په څرګنده توګه کم شوی. دوهم، د ترهګرۍ د ځپلو په اړه د بېلابېلو خواوو پېژندنه ژوره شوې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د سوريې مسئلې په هکله د ژنيو د پنځم پړاو خبرو اترو د مهم عنوان په توګه ټاکل شوې ده.

شې شياو يان په همدې ورځ د سوريې د تازه حالت په اړه د مصر د بهرنيو چارو وزارت له جګپوړي چارواکو سره خبرې اترې وکړې. (هيله )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای