CRI Online

چين په افغانستان کې سختو شخړو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-24 16:59:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اپرېل په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين په افغانستان کې ترينګلی شويو حالاتو ته پاملرنه کوي.

د روانې مياشتې د ۲۱مې نېټې تر غرمې وروسته د بلخ ولايت پلازمينې ته نژدې د افغان ځواکونو پر يوې پوځي اډې د بريد له امله لږ تر لږه ۱۴۰ تنه وژل شوي دي.وسله والو طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.وياند ګنګ وويل چې چين پر وژل شويو کسانو خواشيني څرګندوي او ټپيانو او د وژل شويو کسانو کورنيو ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای