د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ٢٤مه نېټه د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د لوړ پوړي کلتوري تګ راتګ ميکانيزم لومړۍ غونډې ته د مبارکۍ پېغام وليږه.
رئيس شي پر دې ټينګار کړی چې چين او جنوبي افريقا دواړه لوي پرمختيايي هېوادونه او د بريکس هېوادونو غړي دي. د تېرو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې ټينګې شوې او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې رښتينې ګټې رسولې دي. نوموړی ميکانيزم د چين او افريقايي هېواد ترمنځ د لوړ پوړي کلتوري تګ راتګ لومړی ميکانيزم دی او په جوهنيسبورک کې د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د سرمشريزې غونډه له خوا د تر لاسه شويو موافقو د پلې کولو يو مهم ګام دی.
د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما نوموړې غونډې ته هم د مبارکۍ پېغام ليږلی.
(ياسيمن)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |