CRI Online

د افغانستان د دفاع وزير او لوی درستيز له خپلو دندو څخه استعفا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 08:57:42

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اپريل په ٢٤مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دفاع وزير عبدالله حبيبي او د ملي پوځ لوی درستيز قدم شاه شهيم ولسمشر محمد اشرف غني ته له خپلو دندو څخه د استعفا ليکونه وړاندې کړي دي چې د ولسمشر لخوا منظور شوي دي.

په همدې ورځ حبيبي خبري رسنيو ته وويل چې د هېواد د ګټو ساتلو لپاره دی نور په دې مقام کې نه پاتې کيږي، يوازې له خپلې دندې ليرې کيږي. که څه هم افغانستان اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، خو هغه باور څرګنده کړ چې افغانان له ستونزو سره د مقابلې توان لري.

شاهم په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل چې هيچا له ما او حبيبي څخه له خپلو دندو د ليري کولو غوښتنه نه ده کړې، خو دا زموږ پريکړه ده. هغه وويل چې اړوندې څانګې اوس تر وسي پورې په مزار شريف کې د بريد پيښې په اړه پلټنه کوي او ژر تر ژره به د پلټنې نتيجه خلکو ته خپره کړي.

ځايي خبري رسنيو په دې نظر دی چې له خپلو دندو څخه د حبيبي او شهيم د ګوښه کېدلو مستقيم لاملونه دا دي چې په وروستې موده کې په افغانستان کې امنيتي حالات پر له پسي ترينګلي شوي دي په تېره بياتازه د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې پر پوځ بريد وشو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای