CRI Online

وانګ ايي د مدني لرغونو هېوادونو فورم د وزيرانو په کچه په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 09:15:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اپريل په ٢٤مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د يونان په اتن کې د مدني لرغونو هېوادونو فورم د وزيرانو په کچه په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړ او د لرغونی تمدن د نوي خوځنده ځواک او د انساني برخليک د ګډې ډلې د ابادۍ تر عنوان لاندې يې يوه وينا وکړه.

وانګ ايي وويل چې نن ورځ په نړۍ کې د مدني لرغونی هېوادونو استازي راغونډ شوي او په ګډه سره د انساني تمدن څخه يې تر لاسه شوې تجربې شريکې کړې تر څو په لرغونو کلتورونو کې نوی زماني خوځنده ځواک په تحرک راولي.تاريخ به د دې فورم د جوړېدو د اهميت شاهد وي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای